
Text | وکالت | دموکراسی | Pashto | حقوق زنان
Download font
د افغانستان د مطالعاتو مرکز يو ورځنی ورکشاپ د"ملی وحدت، خنډونه او د حل لارې“جنوری 29، 2004 د افغانستان د مطالعاتو مرکز چې د سولې او دموکراسۍ د بهير د ټولنې غړې موسسه ده د روان کال د جنورۍ په 29 نيټه د ګل سرخ په هوټل کې يو ورځنی ورکشاپ تدوير کړ. دغه ورکشاپ ته د افغانستان د مدني ټولنې د موسسو استازي، روښانفکران او دولتي شخصيتونه را بلل شوي وؤ. د ورکشاپ پيل د قران کريم د مبارک آيت په لوستلو تر سره شو، ورسته پروفيسر عبدالرسول امين د مرکز مشر د ورکشاپ اهداف بيان کړل او د پرانيستونکې وينا لپاره يې د افغانستان د بشري حقونو د آزاد کميسيون مشره محترمه سيما ثمر را و بلله. محترمې سيما ثمر خپلې وينا کې لاندې ټکو ته اشاره وکړه. ــ د ملی وحدت د لفظ څخه هميشه د کتاتورانو د خپلې بقاء لپاره استفاده کړي ده. په افغانستان کې مختلف قومونه شته، د ملی وحدت د تامين لپاره لاره هواره شوې ده. ډير ګوندونه تلاش کوي څو خلکو ته په دې نوم فريب ورکړي. هغه وخت چې د ټولو اتباعو (هيوادولو) لپاره برابر حقوق شي نو ملی وحدت تامينيدلای شي. هغه کسان چې د وحدت د کلمې څخه ګټه پورته کوي نو هم هغوي وحدت ته زيان رسوي. د خلکو مشکلات بايد حل شي. د ټولنې د عينی واقعيت سره بايد چلن وشي، د ټولنيز عدالت پرته ملی وحدت د کلماتو څخه کار اخيستلونو خلک خشونت او تيري ته اړ شول. د وګړو تر منځ بې باوري موجوده وه. هغوي د قدرت لپاره يو بل ووژل په داسې حال کې چې د ملی وحدت خبرې کولې. ملی وحدت د خلقو د مشارک څخه پرته ممکن نه دی. ډيرې خبرې د مصلحتونو له مخې صورت نيسي، د اصولو مراعات نه کيږي. اصول دادي چې ټول وګړي حقوق لري، د ژبې حق د هر وګړی لومړنی حق دی. بايد چې د دغو خبرو د اوېدلو تحمل او زغم ولرو. بله دا چې د مسْلوسره صادقانه چلن په کار دی. وزارتونه ځکه ويشل کيږي چې د پردې تر شا سازش شته، سازش او مصلحت وجود لري. که چرې صداقت وي نو هغه وخت عمل کې مشارکت راځي او ملي وحدت تامينيږي. په کار ده چې صادقانه عمل وکړو. بايد د صادقانه عمل طرز تفکر ولرو. زما له نظره د ملی وحدت لپاره په کار ده چې:
د ورکشاپ بلې برخه والې محترمې صفيه صديقي وؤيل: "د ملی يو والی مسْله په ډيرې تودموخې سره روانه ده. خو دعمل لپاره صداقت نه شته. هغه کسان چې د ملی يووالی لپاره کارکوي نو بايد چې ټول مشکلات ورک کړي او په دې لاره کې پاخه قدمونه پورته کړي. د ملی يووالی احترام د هر چا لپاره په کاردی. هر څوک بايد مقابل لوری ومني.قومونه څه کوې چې هر قوم د خپلو سيمو په لحاظ فرق کوي. د مثال په توګه پښتانه او تاجک د خپلو سيمو په لحاظ سره د يو بل سره ډير توپيرونه لري. په لويه جرګه کې ډيرې ستونزې وې حتَی د قومونو په لحاظ سره، د تنظيمونو او غوښتنو په لحاظ سره دغه مشکلات موجود وؤ خو چې په افغانستان کې بې قانوني وه نو په پای کې په لويه جرګه کې يو قانون رامنځته شو. د ښځو ځای په دغه جرګه کې پوره څرګندؤ. جرګه کې تنظيم ګرايي او خوب ګرايې موجوده وه. خو اوس مونږ د دموکراسۍ په لوې قدم اخلو. که مونږ خپله دې ته صادق واوسو نو ملی وحدت تامنيدلای شي، يو بل ته بايد غاړه کښيږدو. تر ټولو ستر مشکل دادی چې مونږ ملی وحدت ته معتقد نه يو. مونږ ته د عمل صداقت په کاردی. دښځو حضور په ټولو ډګرونو کې ضروريی دی. د ښځو د حقونو د تامين پرته ژوند پر مخ تلای نه شی. د ټولنيز مشارکت لپاره لارې هوارول دي." بل برخه وال محترم اوريا وؤيل: "ملی تضاد ته په مصنوعي توګه لمن وويل کيږي. ددې عاملين په حاکميت کې ځای لري. د ملی وحدت دښمنانو په مختلفو نومونو سره خلک وژلي دي. خو اصل واقعيت دادی چې دغه ډول عناصر د قومونو نمائندګی نه شی کولای. د دولت مشر بايد فرمان ورکړي چې هغه څوک چې قومي نفاق ته لمن وهي، تنظيمونه او حرکتونه يې غير قانوني اعلان شي" ليکوال محترم اخګر: " افغانستان د تهاجاتو يو معبر وؤ ځکه د واحد فرهنګ درا منځته کيدو په لاره کې تصادم موجود وؤ. زمونږ دو لتونه هم ددغو تيرنو او تصادماتو د اغيزو په نتيجه کې منځته راغلل. حکومتونو په نورو تکيه درلودله. ملي وحدت د قومو له منځه سر چينه اخلي او د پورته څخه نه راځي. مونږ کولای شو چې يو له بل سره په مشارکت کی مونږ د ملی وحدت لپاره زمينه برابرولای شو. مونږ بايد نوی فرهنګ ايجاد کړو. دموکراسی د وګړو چلن او رفتار دی. ملت نه شی کيدلای چې د عوارضو له مخ منځته راشی بلکه دا يوه پروسه ده. د ګډو ارمانونو لپاره تلاش په کار دی. د محصلانو د ټولنې مسوؤل يونس نګاه: "مونږ د محصلانو لپاره نشرات لرل، چې هغو کې مو د ملی وحدت په لاره کې د ستونزو د رامنځته کوونکو څيرې په ډاګه کولې. خو په دې وجه مونږ تر تهديدلاندې وؤ. ملی وحدت هغه وخت تامينيږي چې وګړي هويت ولري. په داسی حال کې چې په افغانستان کې هويت د حاکميت او زور لرونکو له خوا ټاکل کيږي" د ورکشاپ برخه والو وروسته ګروپي کارونه تر سره کړل. Author: Tahir Saeed |



